کابل / د غوايي ۲۶ مه / باختر
د اسلامي امارت ځواکونو په میدان وردګو کې د غیرمسوول قوماندان عليپور د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف کړې ده.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د اسلامي امارت ځواکونو دغه زېرمه پرون ناوخته د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف کړې ده.
دا په میدان وردګو کې د غیرمسوول قوماندان عليپور د جنګي وسایلو اتمه زېرمه ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د بریا په بهیر کې کشف شوې ده.
د میدان وردګو يوې استخباراتي سرچينې د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له دغه زېرمې څخه د کلاشینکوف، پیکا، ګرینوف او د یوه اندازه مهماتو په ګډون په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي؛ خو په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.
د یو بل خبرله مخې؛ په قندهار کې هم د جنګي وسایلو یوه زېرمه کشف شوې ده.
دغه زېرمه د ډنډ ولسوالۍ په کاریزک کلي کې په یو کور کې ساتل کېده، چې پرون ناوخته د پوځيانو په عملیاتو کې کشف شوې ده.
د قندهارد پولیسو یوې سرچینې باختر آژانس ته وویل چې له دغه ډيپو څخه څو وسلې او پوځي تجهیزات ترلاسه شوي؛ خو په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.
ع