کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
په ننګرهار کې چې د تودو سیمو کلنۍ آزموینې روانه اوونۍ پیل شوې، پکې ۷ میلیونو ۳۷ زره او ۱۶۴ زده کوونکو برخه اخیستې چې ۳۷،۵ سلنه یې زده کوونکې نجونې دي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږکال به د ننګرهار تودو سیمو له ښوونځیو څخه شاوخوا ۱۶ زرو ۷۳۴ تنه فارغ شي چې ۲۵ سلنه یې نجونې دي.
په ننګرهار کې سږکال دغه زده کوونکي داسې مهال فارغېږي چې تر فراغت وړاندې یې د کانکور آزموینه ورکړې ده.
پای/وصال
4 د یوې دقیقې څخه لږ