-کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر
د ننگرهار ولایت مرکز جلال اباد معلم اول گل لوبغالي کې (۲۵۰) لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې انتخابي سیالۍ پیل شوې.
د ننگرهار ولایت مرکز جلا اباد اړوند معلم اول گل مجاهد په لوبغالي کې د سوک وهنې سیالۍ له شپږکلن ځنډ وروسته د امن او ورورولۍ په فضا کې پيل شوې.
د سوک وهنې فدراسیون مشر خان محمد کاکړ حصارکي ځوانان د ټولنې ترټولو با نفوذه او د هېواد مهم قشر یاد کړ او غوښتنه یې وکړه چې ځوان نسل د هېواد په ابادۍ کې ترټولو دروند مسوولیت پر غاړه واخلي. هغه ځوانان د نظام ملاتړ ته راوبلل او زیاته یې کړه چې باید نور د پردیو دسیسو ښکار نه شي.
د بدني روزنې رییس عبدالسلام وزیروال وویل چې په ټول توان هڅه کوي چې ځوانانو ته د ورزش په برخه کې لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.
وزیروال ځوانان یووالي ته راوبلل او په خپله برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه وویل چې افغانستان په ملي او اسلامي فکر روزل شوي ځوانان لري او دغه مهم قشر به نور د پردي پالو په لاپو ونه غولیږي.
د یادنې وړ ده چې یادې سیالۍ به شپږ ورځې دوام وکړي او غوره لوبغاړي به ملي ټیم ته جذب شي.
س.صدیقي