کابل / د ثور لومړۍ / باختر
سويډن کمېټې د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې د یو ښوونځي لپاره د پنځو میلیونو افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه کړه.
دغه ښوونځی د ۴۳۰ متره مربع ځمکې په ساحه کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت رغول شوی، چې ۸ درسي خونې او نور اړین ملحقات لري.
په سپین غر ولسوالۍ کې د پوهنې ریاست ځايي مسوولین وايي چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره ۱۰۰۰ زده کوونکو ته په مناسب چاپيریال کې د زده کړو زمینه برابره شوه.
ع