امنیت

په ننګرهار کې نشه يي توکي کشف شول

– کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
يو سړى په ننګرهار کې له نږدې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي سره ونيول شو.
دغه سړي غوښتل دغه نشه يي توکي نامعلوم ځاى ته ولېږدوي چې په جلال آباد ښار کې ونيول شو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه سړى د اومه چرسو بستې په ماهرانه ډول په يوکرولا موټر کې ځاى پرځاى کړې وې.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د نيول شوي سړي دوسيه د امنيتي ځواکونو د څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته لېږل کېږي.
د يو بل خبر له مخې:
په ننګرهار کې ۱۵ تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول.
دغه کسان د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې د ننګرهار له مرکز جلال آباد ښار او يوشمېر ولسواليو څخه د امنيتي ځواکونو د پلټنې او عملياتو په بهير کې ونيول شول.
پوليس وايي چې پر نيول شويو کسانو د غلا، شوکمارۍ، د نشه يي توکو د قاچاقو او له وسلو سره د ګرځېدو تور لګول شوى دى.
ختم – ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته