امنیت

په ننګرهار کې په دوو پېښو کې د یو پولیس په ګډون ۳ کسان ووژل شول

جلال آباد/ د سلواغې ۲۸ مه/ باختر
نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې ناپېژاندو وسله والو د ارزاقو کوڅې ته څېرمه د پولیسو پر رنجر او په ورته وخت کې عید ګاه جومات ته څېرمه پر یو ټوډي موټر ډزې کړې دي.
عیني شاهدان وايي چې په دواړو پېښو کې د یو پولیس په ګډون ۳ کسان وژل شوي او دوه نور پولیسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ هم د پېښې پخلی کړی، خو د نورو جزیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته