خبرونهټولنه

په نورستان کې د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروګرام پيل شو

 کابل ، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر

د نورستان ولايت د سړکونو او واټونو د جوړولو او بيا رغونې کار ګړندى شوى دي.

ټاکل شوې ده په لسګونو واټونه د کار په بدل کې د غنمو ورکړې په پروګرام کې ورغول شي.

نورستان د افغانستان له وروسته پاتې ولايتونو څخه دی، چې په وروستيو کلونو کې ورته دومره پاملرنه نه ده شوې.

د نورستان والي  او د کرنې رئيس څرګنده کړه، چې ټاکل شوې ده په سلګونو تنه  د سړکونو د جوړولو او بيا رغونې لپاره د غنمو د ترلاسه کولو په بدل کې استخدام شي.

د نورستان والي باختر آژانس ته وويل؛ ټاکل شوې ده هر کارګر ته په ورځ کې١٠ کيلو ګرام غنم ورکړل شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته