ټولنه

په نورستان کې سلګونوکورنیوخوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د تلې / ۲۴ / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د خوړو د سازمان په همکاری د نورستان په مرکز پارون کې په ۱۵۷۲ اړو کورنیوخوراکي توکي ووېشل.
د نورستان د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا رییس ابواحمد احسان الله موحد باخترآژانس ته وویل چې دغه مرستې اسلامي امارت د نړۍ د خوړو د سازمان په همکاری د دغه ولایت په مزکزپارون ښارکې په بېوزلوکورنیو ووېشل.
هغه زیاته کړه چې په هرې کورنۍ یو بوری پنځوس کیلويي اوړه ، پنځه لیتره غوړي او یو پاکت مالګه ووېشل شول.
اړو کورنیو دغه مرستې کافي نه بولي او په دغه ولایت کې د اسلامي امارت او د مرستندویو بنسټونو د زیاتو همکاریوغوښتنه وکړه.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته