امنیت

په نيمروز کې دبريښنا پوروړي کسان څارنوالى ته معرفي شول .

-کابل باختر د وري  اتمه :
په نيمروز ولايت کې  دبريښنا شرکت مسوولانو په دغه ولايت کې دبريښنا څلور سوه مشتريکن يې  دبريښنا دپيسې  دنه ورکولو  په خاطر  څارنوالۍ ته معرفي کړل .
دنيمروز ولايت دبريښنا دادارې رييس عبدالباري  لطيفي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه مشترکين په دغه ولايت کې دبريښنا  له مصروفو نو څخه  ٣٤٠  مليونه افغانۍ پوروړي دي .
ده وويل چې په هغې دولس  ورځنۍ کار کې چې په نيمروز ولايت کې دبريښنا دادارې له خوا  دبريښنا له پوروړو  کسانو څخه دپيسې دراټولولو په خاطر ترسره شو  دبريښنا څلور سوه تنه مشترکين  دبريښنا دپيسې دنه ورکولو  په دليل  څارنوالى ته معرفي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته