خبرونهښوونه او روزنه

په نیمروزکې د ښوونکو تش بستونه آزادې سیالۍ ته وسپارل شول

کابل ، د غبرګولي ۲۲ مه، باختر

د نیمروز د پوهنې رئیس وايي چې په دغه ولایت کې د ښوونکو تش بستونه آزادې سیالۍ ته سپارل شوي دي.

د نیمروز د پوهنې رییس مولوي یارمحمد حقیار باخترآژانس ته وویل چې د دغه ریاست ۲۵۰ پنځم او شپږم بستونه آزادې سیالۍ ته سپارل شوي، مینه وال کولای شي چې د کارموندنې فورمې له دغه ریاست څخه ترلاسه کړي.

حقیار زیاته کړه چې دغه بستونه د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونکو او اداري څانګو لپاره دي او په شرایطو برابرکسان کولای شي، په لسو ورځو کې د کارموندنې فورمې ترلاسه کړي.

حقیار ډاډ ورکړ چې تخصص او تحصیل د ښوونکو په استنخدامولو کې معیار دی او هڅه کېږي چې په آزموینه کې شفافیت رامنځته شي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته