ښوونه او روزنه

په نیمروزکې ۶۵ تنه ځوانانو د انګلیسي ژبې اوکمپیوترزده کړې وکړې

کابل / د مرغومي / ۹ / باختر
د نیمروز۶۵ تنه ځوانانونن د دغه ولایت د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست د انګلیسي ژبې او کمپیوترله زده کړیزمرکزڅخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د نیمروز د اطلاعاتواو فرهنګ رییس مفتي حبیب الله الهام د دغه کورس د جوړولو هدف د ځوانانو د ظرفیت لوړول وباله او د انګلیسي ژبې او تکنالوژۍ زده کړه یې د ځوانانو لپاره د اهمیت وړ وباله او په راتلوونکي کې د دغه شان کورسونو د جوړولو خبرهم ورکړ.
د کورس د فارغانو په استازیتوب عصمت الله حقیار د اطلاعاتواو فرهنګ له ریاست څخه مننه وکړه او په راتلوونکي کې د دغه شان کورسونود جوړولو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته