کابل، د زمري ۴ مه، باختر
په نیمروز کې د صنعتي پارک د جوړولو لپاره به د دغه ولایت یو شمېر سوداګرو ته ځمکې ووېشل شي.
د نيمروز ولايت د صنعت او سوداګرۍ رئيس ملا فاضل محمد “فضلي” د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه صنعتي پارک د صنايعو او سوداګرۍ وزارت له خوا منظور شوى او ځمکه به يې سوداګرو ته ووېشل شي.
فضلي زياته کړه، دغه صنعتي پارک شاوخوا ۸ زره جريبه ځمکه لري او پر هغو کسانو وېشل کېږي، چې د سوداګری د کار جواز ولري.
هغه وويل چې د هرې جریبه ځمکې بيه ۱۰۰ زره افغانۍ ټاکل شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ رئیس د صنعتي پارک د ارزښت په اړه وویل چې د دې صنعتي پارک اصلي اهمیت د عوایدو زیاتوالی، خلکو ته د کار زمینه برابرول او د هوا د ککړتیا مخنیوی دی.
ع