کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر
د نیمروز په چار برجک ولسوالۍ کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېشلو اووم پړاو پرون پیل شو.
د نیمروز ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل، د بشردوستانه مرستو په لړ کې دا ځل د) دبیلو.اف.پي ) او د( او.اچ.اې ) موسسې د دغه ولایت په چار برجک ولسوالۍ کې له اړمنو کورنیو سره مرسته کوي.
هغه زیاته کړه، هغه ۵۸۵ کورنۍ چې پخوا سروې شوې وې اوس پرې خوراکي توکي وېشل کېږي.
د هغه په وینا په دې مرسته کې اوړه، دال، غوړي او د ماشومانو مقوي خواړه شامل دي.
ع