خبرونهامنیت

په هرات او بدخشان کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور ونیول شول

کابل، د چنګاښ ۲۶ مه، باختر

د هرات د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې له نیول شويو کسانو څخه یوه اندازه ښېښه، آپين او چرس هم ترلاسه شوي دي.

په ورته وخت کې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې یې نن غرمه ۷۰ کیلو ګرامه آپين ترلاسه کړي او په تړاو یې یو تن هم نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پر کرکیله، پلور، پېر او استعمال بندیز لګولی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته