خبرونهامنیت

په هرات کې او خوست کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونيول شول

 کابل / د غوايي ۱۹ مه / باختر

په هرات کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې دوه تنه د الکولي مشروباتو د پلور په تور نیول شوي دي.

د هرات يوې امنيتي سرچينې د باختر اژانس خبريال ته وويل چې له نيول شويو کسانو څخه ۱۶۰ ليتره شراب ترلاسه شوي دي.

نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

په ورته وخت کې دوه تنه نور بیا د خوست ولایت د نادر شاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ۲۵ کیلو ګرامه چرسو سره یوځای د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم ګڼ شمیر کسان د غلا، تښتوونو او د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي چې دې چارې د جنايي جرمونو د ګراف په راټیټولو کې د پام وړ کموالی راوستی ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته