خبرونهاقتصاد

په هرات کې د شاتو د حاصلاتو کچه نږدې ۲۰۰ ټنو ته لوړه شوه

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي چې سږکال په دغه ولايت کې نږدې ۲۰۰ ټنه شات توليد شوي دي.
د هرات د کرنيزو چارو آمر بشيراحمد باختر آژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د مچانو د روزنې ٥٣ فارمونه فعاليت کوي او دغو فارمونو سږکال نږدې ۲۰۰ ټنه شات توليد کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د شاتو مچيو د روزنې فارمونه مخ په زياتېدو دي.
په هرات کې زياتره شات په انجيل، ګذرې، کرخ، رباط سنګي، غوريانو، ادرسکن، پښتون زرغون، اوبې، چشت شريف، شينډنډ او ګلران ولسواليو او هرات ښار کې توليدېږي.
په هرات کې شات له دوو لارو چارو څخه په استفادې سره ترلاسه کېږي. غرنی شات او د مچانو د فارمونو شات چې غرني شات لوړ کيفيت او لوړه بيه لري.
په کورنيو بازارونو کې يو کيلو شات له ٧٠٠ افغانيو څخه تر ۱۰۰۰ افغانيو پورې پلورل کېږي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته