امنیت

په هرات کې د طالبانو یو قوماندان ونیول شو

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٢٧مه
د هرات پولیسو د وسله والو طالبانو د ډلې یو قوماندان چې د نورو جنایتونو ترڅنګ د خپلې کورنۍ دوه غړي یې هم وژلي دي، پرون ونیوه.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست د باختر آژانس خبریال ته وویل: دغه سړی امیر پنج نومیږي چې د هرات ولایت د کشک او رباط سنګي ولسوالۍ په مربوطاتوکې یې فعالیت کاوه.
امیر پنج دوه ورځې مخکې د خپلې کورنۍ دوه غړي د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په مربوطاتو کی ووژل چې د پولیسو له خوا ونیول شو.
پای/ شکریه 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته