ټولنه

په هرات کې سلګونو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د سلواغی / ۱۹ / باختر
د ملک سلمان خیریه بنسټ د هرات د سرې میاشتې په همکاری نن پر ۱۸۰۰ بېوزلو او اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د هرات د سرې میاشتې رییس مولوي فضل الرحمن فیاض د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه مرستې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري ترسره شوې ده چې ۲۵۰۰ کورنۍ یې د دغو مرستو ترپوښښ لاندې نیولې دي.
د هرات د سرې میاشتې رییس زیاته کړه چې په دغو مرستوکې ۲ بوری اوړه ، وریجې ، غوړي ، لوبیا ، بوره او نخود شامل دی او هغو کورنیوته چې مخکې د سرې میاشتې د ټیمونوله لوري سروې شوې وې وېشل شوې دي.
د هغه د څرګندونو له مخې، دغه اداره تراوسه د مرستې ۳۳۰۰ انډي د هرات ښارځینو ناحیو او دریو ولسوالیو ته لېږدولي دي.
میرمن نفیسه چې د دغو مرستو له انډیوڅخه ګټه اخیستې ده وايي چې خیریه بنسټونه باید د اوسېدونکولپاره د مرستو د ویشلو په برخه کې عدالت په پام کې ونیسي .
د یادونې وړ ده چې د هرات د سرې میاشتې ریاست مستحقو افرادو ته د مرستو ترڅنګ د روغتیايي او تعلیمي په برخوکې هم فعالیت کوي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته