کابل، د غبرګولي ۲۶ مه، باختر
په هلمند او کندهار کې د اسلامي مارت ځايي چارواکي وايي چې بهر ته د ۱۲۹۱ پسونو د قاچاق په تور یې دیارلس تنه نیولي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو مسنوبین وايي، چې د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ د بیانزو او د ریګستان ولسوالۍ د ګل چوپان په سیمو کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ۱۱۰۰ پسونو د قاچاق په تور اووه تنه نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ ویاند د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې د دغې ولسوالۍ په صفار سیمه کې ۱۹۱ پسونو د قاچاق په تور شپږ تنه نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په کندهار او هلمند کې له دې وړاندې هم بهر ته د پسونو د قاچاق په تور لسګونه تنه نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
ن.ر