ټولنه

په هلمند کې د وژل شوي خبریال محمد الــیــاس داعي په نــوم څـــلورلارې جوړېږي

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
دغه څلورلارې د آزادۍ راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي په نوم په مرکز لښکرګاه ښار کې هغې سیمې ته څېرمه جوړېږي چې دغه خبریال د مقناطیسي ماین په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د څلورلارې د رغنیزو چارو د پیل په مراسمو کې د هلمند والي جنرال عبدالني الهام رسنیو ته وویل چي دغه څلورلارې د محمد الیاس داعي په یاد جوړېږي. هغه داعي د بیان آزادۍ سپیڅلی شهید وباله او د بیان آزادي یې د انساني ژوند لپاره یو مهم اصل یاد کړ.
په همدې حال کې د لښکرګاه ښاروال عصت الله صمدي وویل چې یاده څلورلارې د ۷۰۰ زرو افغانيو په لګښت رغول کېږي چې چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
په ورته مهال د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ وویل چې د دغې څلورلارې د ځای، نومونې او جوړونې چارې په ولایتي کچه بشپړې شوې او ډېر ژر به یې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړوندې چارې هم بشپړې کړي.
د محمد الیاس داعي ورور مدثر دعوت د څلورلارې د رغنیزو چارو پر پیل خوښي څرګنده کړه او د هلمند له ولایتي ادارې، لښګرګاه ښاروالۍ او آزادۍ راډیو څخه یې مننه وکړه چې د څلورلارې مالي لګښت یې پر غاړه واخیست .
 دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د بي بي سي راډیو د خبریال عبدالصمد روحاني په نوم یوه څلورلارې نومول شوې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته