امنیت

په هلمند کې نږدې ۲ زرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل/ د غبرګولي ۳ مه/ باختر
په هلمند کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسوولین وایي چې د تېر کال د ۹ میاشتو په اوږدو کې په دغه ولایت کې ۱۷۶۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په هلمند کې د بشري حقونو د خپواک کمېسیون سرپرست رییس عبدالمقیم علیزی وایي چې د ۱۳۹۹کال د ۹میاشتو په اوږدو کې د روانو جګړو او ماین چاودنو له امله ۱۷۶۵ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د علیزي په وینا په هلمند کې د ۱۳۹۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې جګړې شدت پیدا کړ چې پر مهال یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷کسان وژل شوي او ۱۶۲۸کسان ژوبل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د ۱۴۰۰ کال له پیل څخه بیا تر اوسه د دغه ولایت په یو شمېر سېمو کې لا هم د جګړې شدت او ماین چاودنې نه دي کمې شوي چې له امله یې زیات شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.
مقیم علیزي د جګړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د ملکیانو د مرګ ژوبلي مخنیوي ته پوره پاملرنه وکړي.
بل خوا بیا د هلمند مرستیال والي بریالي نظري که څه هم د بشر حقونو کمېسیون د راپور په اړه څه ونه ویل؛ خو زیاته یې کړه چې وسله وال طالبان د جګړې پر مهال ملکیان سپر ګرځوي او په ګڼ مېشتو سیمو کې ماینونه ځای پرځای کوي ،چې ډېری وخت ماین چاودنو له امله ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي .
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسوولین په داسې حال کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه ښیې، چې د دغه ولایت مرکز ته په نږدې سېمو کې او یو شمېر ولسوالیو کې جګړه لاهم دوام لري چې له امله یې د ملکیانو پر مرګ ژوبلې سربېره ۱۵۰۰کورنۍ هم له خپلو سیمو بېځایه شوې دي .
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته