امنیت

په هلمند کې هنرمندان له امنیتي ستونزو سره مخ دي

کابل / د وري ۳ مه / باختر
په هلمند کې سندرغاړی حبیب الله شباب وايي چې په دغه ولایت کې هنرمندان له امنیتي ستونزو سره مخ شوي چې له امله يې هنري فعالیتونه ټکني شوي دي.
شباب د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال سره په مرکه کې ویلي دي چې پخوا به هلمندي هنرمندانو پر مرکز لښکرګاه ښار سربېره د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې هم د خوښیو په مراسمو کې ګډون کاوه او له همدې لارې به يې خپلې ورځینۍ اړتیاوې پوره کولې؛ خو اوس د امنیتي وضعیت له خرابیدا سره سم هلمندي هنرمندان له ګڼو اقتصادي ستونوزو سره مخ شوي دي، ځکه چې دوی اوس یوازې په ښار کې د ننه ځینو محدودو محفلونو ته ورغوښتل کېږي.
شباب وايي چې هلمندي هنرمندانو ته د دولت نه پاملرنه او په دغه ولایت کې شته امنیتي ننګونې هغه څه دي چې له امله یې یو شمېر هنرمندانو له هنر سره مخه ښه وکړه.
شباب زیاتوي چې توریالی شوقي او عبدالقیوم خیاط هغه هنرمندان دي چې له هنر سره یې مخه ښه کړې ده، په خبره یې ځینې داسې هنرمندان هم شته چې له وزګارتیا يې روزانې او نورو سختو کارونو ته مخه کړې ده .
شباب له د ولت څخه د هلمندي هنرمندانو لپار د پوره معنوي او مالي ملاتړ غوښتنه کوي او له ولسي وګړو هم غواړي چي د هنرمندانو د هنري فعالیتونو درناوی او ملاتړ وکړي.
هغه وايي چې هنرمندان د ټولنې هغه ډله ده چې تل خپلو خلکو ته خوښي ورکوي او د هنر او سندرو په مټ ډېر لوی لوی پیغامونه تر خلکو رسوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته