کابل، د غبرګولي ۳۰ مه، باختر
په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دریو ولسوالیو( نادعلي، ګرمسیر، نوزاد) کې په بېلا بېلو ترافيکي پېښو کې اته تنه ټپیان شوي دي.
د نادعلي، ګرمسیر او نوزاد ولسوالیو ځايي مسوولین وايي، چې په ترافیکي پېښو کې د دوو ښځو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. د ترافيکي پېښو لامل ګړندیتوب او بې احتیاطي ښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ترافیکي پېښو کې ۱۴ تنه ټپيان شوي وو.
س.صدیقي