کابل/ د وري١٣ مه / باختر
د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې هغه کس نیولی چې څو ورځې وړاندې یې خپله مېرمن وژلې وه.
د هلمند يوې امنيتي سرچېنې باخترآژانس ته وويل دغه سړي خپله ميرمن د چړې په ګوزارونو وژلې وه.
د سرچينې په وينا دغه سړي د خپلې ميرمنې له وژلو وروسته له دوو ماشومانو سره له سيمې څخه تښتېدلى و چې پرون د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
د دغې وژنې علت تر اوسه څرګند نه دى.
پېښه ترڅيړنې لاندې ده.
\ ذ