امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دداعش داتو تنو غړو وژل کيدل .

کابل باختر دمرغومي  ديرشمه :
دداعش دډلې  اته تنه غړي دافغانستان په ختيځ  ننګرهار ولايت کې دهوايي  بريد له امله ووژل شول .
په دې بريد کې چې پرون ناوخته ترسره شو ددغې ډلې يوبل غړى  ټپي شوى دى
درارسيدلو خبرونوله مخې ، دداعش دغه  غړي داچين ولسوالۍ  ددوه سرکې  په ساحه کې  په موټرسپاره وو او کوم ځاى ته روان و چې دناتو دبې پيلوټه  جنګي الوتکو له خوا پرې بريد وشو .
دافغانستان په ختيځ کې دملي اردو دځواکونو وياند محمد نعمان هاتفي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دداعش ډلې اته تنه غړي ووژل شول  او يوتن بل ټپي شو .
ده وويل:  داعشيان  په يوه موټر سپاره وو او غوښتل يې کوم ځاى ته لاړشي چې بريد پرې وشو .
ويل کيږي چې په دې  بريدکې ملکي وګړو ته زيان  نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته