کابل، د غبرګولي۱۷مه، باختر
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په کور دننه د يوې الوتکې د C20-Check پروسې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د آریانا افغان هوايي شرکت ایربس A310-300 الوتکې د C20-Check پروسه چې پخوا د افغانستان نه بهر د ۱،۳ ملیونه امریکایی ډالرو په لګښت له پنځو څخه تر شپږو میاشتو په موده کې ترسره کېده، اوس د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تر څارنې لاندې د اریانا افغان هوايي شرکت تخنیکي او مسلکي ټیم لخوا په کور دننه د نړیوال هوايي چلند معیارونو سره سم د نږدې ۲سوه زره، امریکايي ډالرو په لګښت په ۲۸ کاري ورځو کې په بریالیتوب سره بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
یاد وزارت د دې پروسې ترسره کول د افغانستان او د هېواد د هوايي چلند په صنعت کې بې سارې او یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.
بايد يادونه وشي، چې د الوتکې د دې فني او تخنيکي معايناتو د ترسره کولو لپاره، الوتکه بايد له هوايي ډګر څخه د چک ځانګړي انګړ ته ولېږدول شي.
هېره دې نه وي چې ایربس ۳۱۰ معمولا د۶۰۰۰ الوتنو یا دوه کلونو وروسته، او بوینګ ۷۳۷ د ۴۰۰۰ الوتنو وروسته چک کېږي.
افغانمل