کابل / د زمري ۱۸مه / باختر
ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۵۷۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶۱ نور یې ټپيان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان په تېرو ۲۴ ساعتو کې په ننګرهار، خوست، لوګر، پکتیا، قندهار، هرات، فراه، جوزجان، سمنګانو، هلمند، تخار، کندز او پنجشېر کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ