کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دداعش دډلې اووه تنه غړي نن په ننګرهار ولايت کې په يوه هوايي بريد کې نن ووژل شول .
دغه داعشيان نن له غرمې مخکې په اچين ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې ووژل شول .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يو جګپوړى قوماندان باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دغه هوايي بريد کې دداعش اووه تنه غړي ووژل شول .
ده وويل :داعشيان تروريستي بريدونو ته په سازمان ورکولو بوخت و چې بريد پرې وشو .
ويل کيږي په دغه هوايي بريد کې سرتيرو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى
0 د یوې دقیقې څخه لږ