کابل باخترد جوزا دمياشتې ٧ :
د پروان په ولايت کې دملي پوليسو دوه سوه اتيا تنو منسوبينو نن ددغه ولايت له روزنيز مرکز څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړيکو آمريت باختر آژانس ته خبر ورکړ: دپوليسو دغه منسوبين له مرکزي ولايتونوڅخه څلورمياشتې مسلکي زده کړې کړې دي.
ويل کيږي چې د پوليسو دغه منسوبين دساتنمنى په رتبه دعامه نظم قوماندانۍ او دملي پوليسو نورو قطعاتوو او جزوتامونو ته موظف کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ