ورزش

په پروان کې د ورزشکارانو د اتحاديو لومړنۍ سيالۍ پيل شوې

کابل / د وري ۱۱مه / باختر

د څو ولايتونو د ورزشکارانو د اتحاديو لومړنۍ سيالۍ پرون د جمهوريت نظام د ملاتړ په نامه په پروان کې پيل شوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو سياليو کې په درېو ورزشي څانګو کې د پروان، کاپيسا، پکتيا، کابل او غور څه ناڅه ۱۰۰ ورزشکارانو ګډون کړى دى.

د پروان د ورزشکارانو اتحاديې رييس مجبتی وهاب زاده د دغو سياليو د ترسره کولو موخه په دې اتحاديه کې د ورزش د غوره څېرو پېژندل او جذبول وبلل او ويې ويل:   په دغو سياليو کې د هېواد له پنځو ولايتونو څخه څه دپاسه ۱۰۰ ورزشکارانو ګډون کړى چې له سياليو وروسته غوره څېرې د هېواد د ورزشکارانو اتحاديې ته لاره مومي.

د پروان ورزشي آمر عبدالظاهر خالقيار وويل: دغه سيالۍ د سولې بهير او د جمهوري نظام په ملاتړ او ورزشکارو ځوانانو ترمنځ د يووالي او پيوستون د پياوړتيا په موخه د هېواد د ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د دغه ولايت په مالي ملاتړ پيل شوې دي.

د پروان والي فضل الدين عيار د دغو سياليو ترسره کول د خلکو د يووالي او پيوستون او د يوبل منلو په لاره کې يو ارزښتناک ګام وباله.

پاى \ج\ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته