کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
په پروان کې لسګونو هلکانو او نجونو له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دا دويمه دوره ده چې زده کوونکو د پروان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په روزنيز مرکز کې د کمپيوټر مهارتونه زده کړي دي او له شپږ مياشتۍ زده کړې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د پروان د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوژۍ رييس عبدالناصر زلمي وويل چې په دې پړاو کې د ١٣ نجونو په ګډون٩٣ تنو د کمپيوټر مهارتونه زده کړل.
هغه وويل چې دا دويم پړاو دى چې زده کوونکي په ياد بنسټ کې د فراغت سندونه ترلاسه کوي.
ختم- شکريه-اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ