خبرونهټولنه

په پروان کې له سلګونو اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه

 کابل ، د غبرګولی ۱۴ مه ، باختر

د پروان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست نن په دغه ولایت کې پر ۴۰۰ اړمنو کورنیو وريجې وویشلې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سترسلاکار قاري محمود شاه باخترآژانس           ته وويل، دغه مرسته د چين هېواد له خوا له افغانستان سره شوې چې د ټول هېواد           په کچه پر اړمنو کسانو وېشل کيږي.

هغه زياته کړه: چين له دغه هېواد سره د څه ناڅه ٧٠ زره ټنه غنمو او وريجو مرسته کړې او پر بېوزلو، مهاجرينو او راستنېدونکو کسانو یې د وېش لړۍ دوام لري.

د پروان د والي مرستيال مفتي محمد ادریس انوري د چین هېواد د بشري مرستو او           د کډوالو چارو وزارت له همکارۍ قدرداني  وکړه او ویې ویل، په دې مرسته کې یوه ٥٠ کیلو بورۍ وريجې شاملې دي چې په دغه ولايت کې پر ۴۰۰ کډوالو، مهاجرو او اړمنو کورنیو ووېشل شوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته