ټولنه

په پروان کې په دوو ترافيکي پېښو کې ٢٦ تنوته مرګ ژوبله واوښته

کابل /دليندې ٢٢مه/باختر
په پروان کې په دوو ترافيکي پېښوکې د اسلامي امارت ٥ امنيتي ځواکونه ووژل شول او څه ناڅه ٢١تنه نور ټپيان شول.
دغه پېښې پرون د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل – پروان په لويه لار ه کې هغه وخت وشوې چې د اسلامي امارت د امنيتي ځواکونود سپرلۍ دوه موټرونه له واټ څخه ووتل اوچپه شول.
د پروان د پوليسويومقام باختراژانس ته وويل چې په دغو پېښوکې ٥ امنيتي ځواکونه ووژل شول او٢١ تنه نور ټپيان شول.
د دغوموټرونو د چلوونکو بې احتياطي او ګړنديتوب د دغو دوو مرګانيو ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو اصلي عامل بلل شوى دى.
په همدې حال کې د پروان د مرکزي روغتون ډاکترانو د ٦ ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته