کابل، د چنګاښ٢٨مه، باختر
د پلخمري ښار د بالا دوري ښوونځي په ساحه کې د يو ترانسفارمر په مونتاژ او درولو سره د ځانګړې قطعې او د هغه شاوخوا کورونو د بريښنا د کمښت ستونزه لرې شوه.
د غوري برېښنا د شرکت رييس قاري سردار ولي حمزه باختراژانس ته وويل چې دغه ترانسفارمر د ٢٥٠ کيلواټه برېښنا ظرفيت لري چې د غوري برېښنا شرکت له خوا د بالا دوري ښوونځي په ساحه کې مونتاژ او درول شوى دى.
نوموړي وويل د دغه ترانسفارمر په درولو سره ١٥٠ کورنۍ له ٢٤ بريښنا څخه برخمنې شوې.
\ ج