کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
د پنجشير د عنابې ولسوالۍ په مربوطاتوکې سيند ته څېرمه د يومحافظتي ديوال په جوړولو سره په لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه او د استوګنې ٨٦ کورونه د سېلاو له خطر څخه خوندي شول.
دغه پروژه د پنجشير د والي انجنيرکمال الدين نظامي او د دولتي ادارو د رييسانو، مشرانو او مخورو له خوا پرانستل شوه .
د پنجشير د ولسي تړون د ملي پروګرام مسوول انجنير رفيع سنګي وويل چې دغه محافظتي ديوال د ٢٠٦ مترو په اوږډوالي او درې مترو په لوړوالي سره په پاخه ډول د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت له خوا د څه ناڅه ٥ميليونو افغانيو په لګښت د عنابې ولسوالۍ د اسپيانا په کلي کې جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه چې د دغې پروژې په پرانستلو سره د کرنې په لسګونه جريبه ځمکه او د استوګنې ٨٦ کورونه د سېلاو له خطر څخه خوندي شول.
ختم-ج -اکرم