امنیت

په شپږمه امنيتي حوزه کې جګړه دوام لري

کابل باختر د کب دمياشتې  ١١ :
دشپږمې امنيتي حوزې په شاوخوا کې  خورې ورې جګړې دوام  لري.
ويل کيږي په دې بريد کې ٣٥ تنه ټپيان شوي دي.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  نن له غرمې وروسته  دکابل ښار په شپږمه او ١٢ حوزه کې   دوه ځانمرګي  چاودنې وشوې .
دعيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې  ؛ ډار اچوونکو په شپږ مې حوزې  سازمان شوى بريد ترسره کړ.
په لومړي ګام کې  په لنډ زماني وخت کې  ددوو چاودنو غږ په شپږمه  حوزه کې واوريدل شو او ورپسې دسپکو وسلو ډزې هم واوريدل شوې.
دعيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې  په شپږمه حوزه کې  جګړه دوام لري.
دزياتو کومکي ځواکونو او امبولانسونو شتون ددې ښکارندوى دى چې په شپږمه امنيتي حوزه کې  حالت دانديښنې وړ دى.
دعامې روغتيا وزارت وياند رسنيو ته وويل  دشپږمې امنيتي حوزې دپيښې له امله  ٣٥ تنه ټپيان  او له ١٢  حوزې څخه يو شهيد روغتونونو ته ليږدول شوي دي خوپه دوولسمه  حوزه کې دعيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې  ډار اچوونکو  دملي امنيت  په يوه مرکز بريد کړى دى او دغه شاهدان ټينګار کوي  چې بريد کوونکي لومړى دسپکې وسلې ډزې وکړې  او وروسته ځان يې وچاوه .
دکورنيو چارو وزارت دوياند مرستيال دباخترآژانس له خبريال سره په لومړۍ اړيکه کې  په شپږمه امنيتي حوزه کې  چاودنه تائيده کړه  .
تراوسه پورې په کابل ښارکې دپوليسو هيڅ مقام ددغو دوو پيښو په باب نظر نه دى څرګند کړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته