خبرونهټولنه

په پنجشېر، پکتیکا او پروان کې پر ۱۱۷۰۰ کورنیو مرستې ووېشل شوې

– کابل / د ثور ۶ مه / باختر

د پنجشېر له طبیعی  پېښو سره د مبارزې رياست نن د دغه ولايت په درې  ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ کورنيو د اوړو د وېش خبر ورکړ.

د پنجشير له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس احمد ضيا يزداني د باختراژانس خبريال ته وويل، چې دغه مرسته پر زیانمنو شویو، شهیدانو او د معلولینو پر کورنیو ووېشل شوه چې پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو ګرامه اوړه ووېشل شول.

هغه زياته کړه، چې ټاکل شوې ده د دغه ریاست له لوري  د پنجشېر په پریانو ولسوالۍ کې هم پر پنځه سوه مستحقو کورنيو د اوړو د وېش بهیر پيل شي.

په ورته وخت کې د خوړو نړېوال سازمان په مالي ملاتړ د پنجشېر په رخې ولسوالۍ کې پر ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو نغده مرسته ووېشل شوه. په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۳۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

د یو بل خبر له مخې؛ په پروان کې پر ۹۳۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل کېږي.

د یاد ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق وایي چې د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې پر۹۳۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل کېږي چې د وېش لړۍ یې پیل شوې ده. په خبره یې ، په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۷۵ کیلو ګرامه اوړه، ۳۸،۹ کیلو ګرامه دال او ۸۳،۶ کیلو ګرامه غوړي وېشل کېږي.

په ورته وخت کې په پکتیکا کې افغاني سرې میاشتې پر ۳۰۰ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشله.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته