ټولنه

په پنجشېر کې یو تاریخي څلی بیا رغول کېږي

کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
په پنجشېر کې په دره ولسوالۍ کې یو تاریخي څلی بیا رغول کېږي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه تاریخي څلی چې د “برج بوته” په نامه هم یادېږي، د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې موقعیت لري او څه دپاسه ۱۷۰ کاله لرغونتیا لري.
هغه وویل چې د دغه څلي ودانۍ چې د وخت په تېرېدو او د واورو او اورښتونو له امله زیانمنه شوې ده، مرمت ته اړتیا لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغه د ترمیم په خاطر ۲ میلیونه او ۵۰۰ افغانۍ ځانګړې کړې دي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته