ټولنه

څه دپاسه نهه زره کورنيو دملي پيوستون دپروژو له آسانتياو څخه ګټه واخيسته.

کابل باختر د زمري دمياشتې ١٢
په بغلان ولايت کې څه دپاسه نهه زره کورنيو پرون دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له آسانتياو څخه ګټه واخيسته.
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ٤٦ مليونو درې سوه دوه شپيتو زرو افغانيو په لګښت د ٣٤ ټولګتو پروژو کار چې د يوه ښوونځي دودانۍ ،ټولنيز مرکز،د روغتيايي اوبو د زيرمې ،کانکريتي پل،ګبيوني ديوال محافظوي او استنادي ديوالونو ، د اوبو دکانال ،د اوبو دبند،د اوبو بريښنا دکوچنى بند،سيفون او دپلګيو جوړول دڅښاک د روغتيايي اوبو دشبکې غځول دڅښاک د روغتيايي اوبو دڅاګانو کيندل او په هغو دبمبو درول، دسړکونو جوړول او کريړ اچول او دسړک دغاړو دويالو جوړول شامل دي.
ددغو پروژو کار دبغلان ولايت دبورکې او پل حصار، نهرين ،دوشي،خوست ، خواجه هجران او دجلګې په ولسواليو او په پلخمرى ښار کې بشپړ شوى او له آسانتياو څخه يې ٩٠٤٩ کورنيو ګټه واخيسته.
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په بغلان ولايت کې ٩٩٤ کلي دپرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې په دغه ولايت کې په بيلابيلو برخو کې ٢٤٣٤ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته