خبرونهټولنه

په پکتیا کې د لومړنیو او بېړنیو مرستو مرکزونه جوړېږي

کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر

د پکتیا په احمد خېلو او سید کرم ولسوالیو په روغتونونو کې د لومړنیو بېړنیو مرستو مرکزونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

دغه مرکزونه  (PU_AMI) موسسې په مالي ملاتړ د څه د پاسه ۳۶ زرو امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

ځايي چارواکي وايي چې په هر مرکز کې به د بېړنیو ناروغانو لپاره دوه سترې خونې، دوه تشنابونه او د نرسرانو د کېناستو ځایونه جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په زیات شمېر لرې پرتو سیمو کې د بېړنیو ناروغانو د درملنې لپاره مجهز روغتیايي مرکزونه نه دي جوړ شوي، چې له امله یې زیات شمېر بېړني ناروغان په لرې پرتو سیمو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخند زاده نن د اختر د مبارکۍ په پيغام کې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته لارښوونه کړې چې حتی الامکان په ټولو نږدې او لرې پرتو سیمو کې روغتونونه  فعال وساتي او لا ډېر خدمت کولو کې ډېر کوښښ وکړي.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته