خبرونهورزش

په پکتیا کې د  پاورلفټینګ ۱۲ پړاو سيالۍ ترسره شوې

 کابل ، د چنګاښ ۱۱مه ،باختر

پکتیا په مرکز ګردیز کې د بدني روزنې ریاست له لوري د پاورلفټينګ سیالیو کې ۳۰ لوبغاړو برخه اخېستې وه، چې له یادو کسانو ۱۰ د پکتیا منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

باختر آژانس د خبر له مخي، د پکتیا بدني روزنې ریاست له لوري د پاورلفټینګ فدراسیون مشر دینار منګل په همغږۍ د پاور لفټینګ دوولسم پړاو سیالۍ په لاره اچول شوې وې، چې د پکتیا له بېلا بېلو کلپونو څخه پکې ۳۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.

له یادو لوبغاړو څخه لس د پکتیا منتخبې لوبډلې ته غوره شول، چې په بېلابېلو سیالیو کې به د پکتیا استازولي کوي.

نوموړې سیالۍ په درېو کټګوریو تقسیم شوې وې(نوي ځوانان، ځوانان ،او لویان) کې ترسره شوې، چې له ۶۰ څخه تر ۲۰۰ کیلو ګرامه پورې مختلف وزنونه پورته کړل.

د یادولو وړ ده، چې د یادو سیالیو موخه په پاورلفټینګ برخه کې د پکتیا منتخب ټیم ته د لوبغاړو مشخص کول وو.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته