خبرونهامنیت

په پکتیا کې څلور تنه د غلا په تور ونیول شول

کابل ،د غبرګولی ۱۴ مه ، باختر

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې یو سړی او درې ښځې د غلا په تور نیولې دي.

باختر آژانس د خبر له مخي، د پکتیا مرکز ګردیز د دوهمې امنيتي حوزې اړوند د لوړ پوړیزو ودانيو په سیمه کې یو کور ته یو غل له دریو ښځوو سره د کومک په نوم ورغلی و چي له یاد کور نه یي ۱۴۰۰۰۰ کالدارې وړې وې.

د یاد کور غړو ته یي د بېهوشي سپرۍ شندلې وه ،چي ورسته د کشفي اورګانونو د راپو په له مخې د دویمې حوزي په مربوتاطو کې نیول شوي دي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته