کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د رارسېدلو خبرونو له مخې، دغو کسانو غوښتل چې وسلو سره یوه ویډیو جوړه کړي او په خپرولو سره یې دا وښيي چې ګواکې د دولت پر ضد یې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ یوې سرچېنې باختر آژانس ته وویل، چې دغه ۴ تنه د کشفي راپورونو له امله په څمکنۍ ولسوالۍ کې له یو کور څخه ونیول شول.
له دغو کسانو څخه یوه اندازه جنګي وسایل هم ترلاسه شوي دي.
ع