سیاستخبرونهټولنهTOP

په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله د خواخوږۍ پيغام

 کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تېره شپه د پکتیکا ولایت د ګیان، نکې، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپیرې ولسوالیو په مربوطاتو کې شدیده زلزله شوې چې تر دې دمه د راپورونو له مخې، سلګونه کورونه نړېدلي او په تأسف سره چې تر۳۰۰ تنه هېوادوال شهیدان او له ۵۰۰ زیات ټپيان شوي دي.

دا احتمال هم شته چې د مرګ ژوبلې کچه لا لوړه شي.

د افغانستان اسلامي امارت د دغې لویې پېښې له امله د ټولو قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره ژوره خواشیني څرګندوي، غمځپلو کورنیو او متعلقینو ته يې د الله تعالی له دربار څخه د زغم او صبر هیله کوي، شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي.

د اسلامي امارت د حوادثو ضد وزارت، ورسره ټولو اړونده مسئولینو، والي صاحبانو او عامو افغانانو ته لارښونه کېږي چې له خپلو ټولو امکاناتو سره هر څه ژر د پېښې ځای ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو په را اېستلو، د ټپيانو په انتقال او معالجې او له بې سرپنا شوو سره د عاجلو مرستو لپاره لازم اقدامات وکړي.

ورسره له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او ټولو بشر پالو نهادونو څخه هم غواړو چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس ورکړي او له غم ځپلو سره هر څومره چې ممکنه وي، خپلې مرستې ونه سپموي.

له الله تعالی څخه غواړو چې نور زموږ بېچاره ولس له امتحانونو او مصیبتونو څخه وساتي

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته