کابل / د غوايي ۵ مه / باختر
د پکتيکا ولايت په سروبي او برملې ولسواليو کې په لومړي ځل د افغان بيسيم مخابراتي شرکت تري جي خدمتونه فعال شول.
د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس محمد انور قیام وايي چې له تېرو شلو کالونو راهيسې د يادو ولسواليو خلک له تري جي خدمتونو څخه بې برخې وو؛ خو په ډېر کم وخت کې له افغان بيسيم مخابراتي شرکت سره په همغږۍ مو وکولای شول، چې د يادو ولسواليو خلکو ته تري جي خدمتونه ورسول شي.
ع