کابل ، د غبرګولی ۲۳ مه ، باختر
د پکتیکا امنیتي مسوولین وایي، چې هغه څلور غله له نهو میلیونو ۳۰۰ زره پاکستانۍ کلدارو سره یو ځای ونیول شول، چې پرون یې د سروضې ولسوالۍ د پړاوو په سیمه کې له یو تن سوداګر څخه غلا کړې وې.
د پکتیکا د امنیت آمر ملا جاوید بدري باختر آژانس ته وویل، چې د انځر ګل په نامه یو سوداګر خپلې پیسې له غزني څخه پکتیکا ته د سوداګرۍ لپاره وړې چې د پړاوو په سیمه کې ترې غلو غلا کړې وې.
نوموړي زیاته کړه، چې یادو غلو غوښتل چې له ارګون ولسوالۍ څخه خوست ولایت ته لاړ شي، چې د زېړوک ولسوالۍ د سرمیدان په سیمه کې امنیتي ځواکونو ونیول.
هغه زیاته کړه، چې له غلو څخه ترلاسه شوې پیسې به له دقیقو پلټنو څخه وروسته خپل مالک ته ورکړل شي.
صدیقي