ټولنه

په پکتیکا کې ۴تنه په اورلګیدنه کې وژل شوي دي

کابل /دمرغومی ۱۸مه /باختر
په پکتیکا کې د اور لګېدنې له کبله ۴تنه وژل شوي دي .
د رارسېدلو خبرونو له مخې، د پکتیکا د یحیی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکی ظاهر خان له خپلو دریو میلمنوسره د ګازي بخارۍ په اور لګېدنه کې ووژل شول.
د پکتیکا یو امنیتي خبرځای باخترآژانس ته وویل چې په دې اورلګېدنه کې د سیمې یو اوسېدونکی ظاهرخان له خپلو دریو میلمنو سره ووژل شول.
ظاهرخان نوی له سفر څخه راستون شوی و او دوستان یې د هغه لیدو ته ورغلي وو چې دغه پېښه رامنځته شوه.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته