ورزش

دکرکټ ملي ټيم نړيوالو سياليو ته چمتو کيږي .

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  دکرکټ په نړيوالو سياليو کې دښه ګډون لپاره چمتو کيږي .
دکرکټ پنځوس اوريزې سيالۍ دنړۍ ددغې ورزشي څانګې د پياوړو ټيمونو په گډون  په نږدې راتلونکې کې داستراليا او نوي زيلاند په هيوادونو کې ترسره کيږي .  افغانستان دلومړي ځل لپاره دکرکټ په پنځوس اوريزوسياليو کې ګډون کوي .
په همدې حال کې دافغانستان دکرکټ دملي ټيم ښوونکي کبير خان اعلام وکړ چې دى هلې ځلې کوي چې زموږ دکرکټ دملي ټيم لوبغاړي  په ښو تخنيکي او فزيکي شرايطو سره دغو سترو سياليو ته چمتو کړي .
ده دباختراژانس خبريال ته وويل چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په هغو ځواکمنتيا سره چې لري يې کولاي شي  په دغو نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي .
په نړيوالو سياليو کې له ګډون  څخه  مخکې زموږ دکرکټ ملي ټيم بايد داسيا دکرکټ  دشورا په سياليو کې هم ګډون وکړي .
پاکستاني  ښوونکي کبير خان نوي دافغانستان دکرکټ  دملي ټيم لارښوونه په غاړه اخستى دى .
دافغانستان  دکرکټ ملي ټيم  سرله نن څخه دکبير خان تر نظر لاندې  دغو دوو اسيايي او نړيوالو تورنمنتونو ته دچمتوالې لپاره  دپاکستان په کراچۍ ښار کې يو لړ تمريني پروګرامونه پيل کړل .
دافغانستان دکرکټ دملي ټيم  له خوا دلږو نتيجو ترلاسه کول مسوولين دې ته اړ کړ چې دکبير خان  دجذبولو  په فکر کې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته