کابل، د چنګاښ١٢مه، باختر
یو شمېرغيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو يو لړمطالب خپاره کړي.
د باخترآژانس خبريال دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د اطلاعات روز ورځپاڼې «طالبانو په قندهار کې درې تنه د زنا او غلا په تور په دُرو ووهل» تر عنوان لاندې لیکلي دي.
په قندهارکې د طالبانو د ” مرافعې محکمې” د حکم له مخې په زنا اوغلا درې تورن کسان په دُرو ووهل شول.
له دغو دريو تنو هر يو يې په ٣٩ دُرو محکوم شوي و.
د ٨ صبح ورځپانې “پاکستان له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردول په کلدارو پيل کړل” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
په کلدارو له افغانستان څخه د ډبروسکرو د وارداتو د زياتوالي په اړه د پاکستان صدراعظم له لارښوونې وروسته اوس پاکستاني رسنيو خبر ورکړى دغه هېواد هره ورځ له افغانستان څخه شاوخوا درې زره ټنه سکاره واردوي.
\ ذ