ټولنه

په کابل کې سلګونو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د مرغومي ۷مه / باختر
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نامه موسسې د کابل د مهاحرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ په پغمان ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، بوره، لوبيا او چای شامل دي چې پر یادو کورنیو ووېشل شول.
د دغو مرستو د وېش پر مهال د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نامه موسسې مرستيال مصطفی شهاب وويل چې دغه موسسه له ډېرو کلونو راپدېخوا په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره مرسته کوي او په راتلونکي کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته